Pashto - پشتو

ټول هغه کسان چی د طبیعی پيښوو، جګړو او وسلوالو شخړو او یا هم د انسانی بحران له امله خپل ټاټپوی څخه مهاجرت یا جلا وطنه ته اړ شوی دی او خپل دکورنی غړیو سره یی اړیکی د لاسه ورکړی، سره صلیب ته دی د خپلی کورنی د غړو سره د اړیکیو نیولو لپاره مراجعه وکړی . سره صلیب دنړی په هر کوټ کی فعالیت لری، او دا خپل مسولیت ګڼی چی د ورک شوی کسانو پته یا ادرس پيدا او دخپلوکورنیو سره بیا يوځای کړی .

د بلجیم سره صلیب، په دغه برخو کی تاسو سره مرسته کوی :

  • د کورنی د غړی یا غړیو پيدا کول که چیری ورک شوی وی.
  • د پيغامونو ورکړه راکړه ، که چیری د اړیکو نیولو زمینه نه وی برابره.
  • د تیلفون او دنورو امکاناتو له لاری د اړیکو یا نیژدی کولو ته مرسته رسول.

د بلجیم سره صلیب ، دغه لاندی دندی سرته رسوی :

  • که چیری ستاسو دکورنی غړی او یا نیژدی کس په نړیوالی دوهمه جکړی کی تری تم شوی وی، دهغه یا هغی په اړه لازم معلومات راټولول او سپارل.
  • که چیری تاسو زندانی شوی اوسی، او نړیوال سره صلیب کميټه په زندان کی تاسو سره لیدنه کړی وی ، دهغه پيښی تصدیق تاسو ته درکوی.
  • هر هغه معلومات چی ستاسو د ورک شوی کس په اړه لاس ته راځی د سره صلیب کميټه به په عاجل ډول تاسو ته یی رسوی.

کله چی تاسی د یو ورک شوی کس د لټون غوښتنه کوی نو سره صلیب یی د ورکیدلو دلیل، د هر هیواد د معیارونو پر بنسټ او په کره کتنه یی څیړی .

دوه انترنتی ویب سایټونه د ورک شویو عزیزنو په برخه کی ستاسو په چوپړ کی دی :

لومړی انترنتی ویب سایټ د هغه کسانو چی اروپا ته دراتک په محال ورک شوی دی دهغوی تصویرونه په دغه ویپ سايټ کی اچوی او تاسو یی لیدلی شی، او همدارنګه تاسو خپلی اړیکه او معلومات هم په همدغه ویپ سايټ کی شریکولی شی .

دوهمه انترنتی ویب سایټ د هغه کسانو په اړه معلومات وړاندی کوی چی په نیژدی وختونو کی د طبیعی پیښو د رامنځ ته کیدو له کبله یی د کورنی غړی یا عزیزان تری تم شوی وی .

په اوسنی وخت کی دغه هیوادونه ، زمونږ د معلوماتی تر پوښښ لاندی دی : بوسنیا ، کرواسی، فلیبین ، کوسووا ، نیپال او سومالی . د زیاتو معلوماتو لپاره لاندی ویپ سايټ ته مراجعه وکړی.

زمونږ خدماتی برخه په دی اړه ترسنګ نومیږی ( د ورک شوو کورنیو د غړو اړیکی ټینکول) که تاسی غوښتنلیک پدی پورتنیو برخو کی چی ترینه یادونه شوی اوسی. زمونږ د اداری یو کارکونکی به تاسو سره اړیکه اونیسی، او تاسو سره به هرومرو مرسته او لازمه همکاری وکړی، که چیری تاسو په هالندی ، فرانسوی او انګلیسی ژبو خبری نه شی کولای نو ستاسو لپاره به د پښتو ژبی ژباړونکی را وغوښتلی شی.

زمونږ خدمتونه په وړیا ډول دی او دهر دوسیه محرمیت په خوندی ډول ساتل کیړیږی.

کله چی تاسی د لیدو لپاره زمونږ دفتر را وبلل شی نو لازم سندونه او فورمه به په يوځای سره ډکوو، اوبیا چی په هر هیواد کی ستاسو کس اوسی د هماغه هیواد سره صلیب یا سره میاشت ته یی استوو. ترڅو زمونږ همکاران ستاسی ورک شوی کس ولټوی، او د راپيداکیدو په صورت کی له تاسو سره دهغه اړیکی ټینکی کړی. هرکله که مونږ د مطلوب شخص په هلکه معلومات تر لاسه کړو بی له ځنډ نه به یی له تاسو سره شریک کړو. زمونږ کاری ظرفیت ارتباط لری دهغه هیواد وضعیت سره چی ستاسو عزیز کس په کی اوسی ، له دی کبله ډيری وخت په تاسف سره چی مونږ نه یو بریالی شو چی د ستاسو دعزیزانو په هکله هغه لازم معلومات چی ورته اړتیا لرو ډیر زر تر لاسه کړو. خو دا زمونږ دنده ده ترڅو ستاسو د ورک شو عزیزانو په هکله هر وڅومره زر چی کیدای شی معلومات راټول کړو.

 

Download the PDF

For more information: